امنیت

په هرات کې دماين دچاودنې له امله دوه تنه ملکي وګړي ووژل شول.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٣
دهرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې دماين دچاودنې له  امله دوه تنه ملکي وګړي شهيدان شول .
دهرات دشينډنډ ولسوالۍ يو مسوول خبرځاى باختر آژانس ته وويل : چې دغه
پيښه د زيرکوه د لريم خان په سيمه  کې رامنځته شوې ده .
له بله پلوه دهرات دشينډنډ په ولسوالۍ کې دملي اردو دکوماندو دقطعې ويندوى نستوه ناصري  وايي چې دغه پيښه د طالبانو په  يو ايښودل شوي ماين د يو زرنج موټر سايکل دختو له امله رامنځته شوه .
ده  وويل په دې پيښه يوه ښځه او يو نارينه ووژل شول .
د ده دڅرګندونو له مخې دپيښې په سيمه کې دکشفې ارګانونو له خوا څيړنې پيل
شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته