ټولنه

په هرات کې دلامبو وهلوپه وخت کې ديو ماشوم زړه بوږ نوونکي مړينه .

کابل باختر  د غبرګولي  څوارلسمه :
يولس کلن ماشوم دهرات ولايت په انجيل ولسوالۍ کې  دلامبو وهلو په وخت کې په اوبو کې ډوب شو او ووژل شو .
روغتيايي مسوولين وايي  دغه ماشوم  محمد يوسف نوميده چې دانجيل ولسوالۍ په کهدستان  کلي کې دلامبو وهلو په وخت کې په اوبو کې ډوب شو او ووژل شو .
  دهرات  ښار  دمرکزي روغتون وياند محمد رفيق  شيرزى  دباختر اژانس خبريال ته وويل ددغه ماشوم مړى  تيره شپه دهرات ښار  مرکزي روغتون ته  ليږدول شوى دى .
شيرزي وايي  چې دهوا دتودوخي له پيل څخه تراوسه پورې  داشپږم کس دى  چې دلامبو وهلو په وخت کې  له منځه ځي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته