په هرات کې دفوټبال انتخاباتي سيالۍ پيليږي .
کابل باختر د غبرګولي يو ديرشمه
دځوانانو او تنکيو ځوانانو دفوټبال انتخاباتي سيالۍ نن مازيګر په هرات کې پيليږي .
دهرات ولايت دورزشي امريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددولس کلنو ځوانانو دفوټبال سيالۍ دانصاري او نوايي او افغان ټيمونو په لوبو او دڅوارلس کلنو ځوانانو دفوټبال سيالۍ دافغان ، پيام ، جامي او پامير دټيمونو په لوبو سره پيليږي .
ضيا زياته کړه چې دفوټبال دځوانانو ددولسو ټيمونو په ګدون او د ټنکيو ځوانانو دټيم سيالۍ دشپاړلسو ټيمونو په ګدون پيل شوې دي .