په هرات کې دغير قانوني فعاليتونو په تور ددريو تنو وژل کيدل .
-کابل باختر دزمري ديرشمه :
درې تنه دغير قانوني فعاليتونو په تور دپوليسو له خوا ونيول شول .
په دغو کسانو چې دهرات ښار داوومې امنيتي حوزې دځواکونوله خوا نيول شوي دي دجنايي جرمونو تور لګول شوى دى .
دغه درې تنه په وسله واله غلا او په غير قانوني فعاليتونوکې لاس لري .
دهرات ولايت امنيه قوماندان پاسوال عبدالمجيد روزي دامنيتي ځواکونو دفعاليتونو دسيتاينې په ترڅ کې له هغوى څخه وغوښتل چې دهغو کسانو دحرکتونو مخه ونيسي چې دامنيت دګډوډولو نيت لري .
ويل کيږي چې نيول شوي کسان همدا اوس تر تحقيق لاندې دي .