کابل باختر دکب لسمه :
دهرات ولايت له پيښو سره دمبارزې د ولايتي کميټې نغدي مرستې دطبيعي پيښو دقربانيانو په پاتې کسانو وويشل شوې .
په دغو مرستو کې دطبيعي پيښو دهر قرباني په کورنۍ پنځوس زره افغانۍ نن د هرات دوالي محمد اصف رحيمي له خوا وويشل شوې .
په لسګونو کورنۍ چې دغه نغدي مرستې ترلاسه کړي دي دخپلو کورنيو غړي يې په طبيعي پيښو او تروريستي بريدونوکې له لاسه ورکړي و .
ددغه کورنيو اته تنه دګلران ولسوالۍ اوسيدونکي دي . چې اته مياشتې مخکې ددوى دکورنيو اته تنه غړي دځمکې دښوئيدنې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى و .
0 د یوې دقیقې څخه لږ