په هرات کې دطالبانو د دريو پيژندل شويو قوماندانانو وژل کيدل
کابل- باختردتلې دمياشتې ٩ :
دطالبانو درې تنه پيژندل شوى قوماندانان له څلور تنو ملګروسره يې تيره شپه دهرات ولايت دشينډنډ په ولسوالۍ کې دپوځي عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
پر دغو ياغيانو کله چې په تروريستي فعاليتونو بوخت وو، هوايي بريد وشو او ووژل شول .
دظفر قول اردو مسوولينو ددغه خبر په تائيدولوسره باختراژانس ته وويل چې په وژل شويو کسانوکې په شينډنډ، فرسي او ادرسکن په ولسواليو کې دطالبانو پوځي قوماندان ملا اختر، دکويټې دشورا غړى ملا سلطان شيواني او په شينډنډ ولسوالۍ کې دطالبانو تش په نامه ولسوال ملاحسن هم شامل دي.
پر دغو کسانو هغه وخت دناټو دجنګي الوتکو له خوا بريد وشو چې په يوسراچه موټرکې د زيرکوه له کلې څخه دمجبوراباد په لور روان و.
استخباراتي خبرځايونو خبر ورکړي دي چې درې تنه نور و ژل شوي هغه هيئت و چې دپاکستان دکويټې له ښارڅخه دطالبانو دمالي چارو دڅيړنې په خاطر شينډنډ ولسوالۍ ته رسيدلي و.
ويل کيږي ملا اختر چي په وروستيو ورځو کي يي په شينډنډ ، ادرسک اوفرسي په ولسواليو کي يي دطالبانو دتروريستي ډلو مسوليت په غاړه اخيستي و په دغوولسواليو اوشينډنډ ، فراه په لويه لاره کي دتروريستي بريدونو او ماين ښخولو اوپه زير کوه کي دسيمه ييزو پوليسو په پوستي باندي دبريدونو اصلي عامل و.