امنیت

په هرات کې دشهيد مولانا سيد محمد دفاتحې مراسم پرځاى شو .

-کابل باختر د زمري  څوارلسمه
دهېواد  دجيد او پيژندل شوى عالم دهرات دپوهنتون پخوانى رييس شهيد مولانا سيد محمد دفاتحې مراسم دهرات ښار په لوى جامع جومات کې پرځاى شو
په دغو مراسمو کې  دهرات ولايت مرستيال محي الدين نوري په ګډون يوشمير دولتي مقامات اوپه سلګونو تنه  روحاني او جهادي  شخصيتونو ، ديني عالمانو او دټولنې  بېلابېلو  قشرونو ګډون کړي و .
شهيد مولانا سيد محمد _ دجهاد په دوران کې دمجاهدينو دعالمانو دشورا رييس ، دهرات دپوهنتون د رييس ، دفخر المدارس د رييس او دهرات ولايت مطرح  ليکوال اوشاعر و، چې  دپنجشنبې  په ورځ  په خپل ټاټوبي کې دهرات په ښار کې شهيد شو .
دهېواد جمهور رييس  محمد اشرف غني ، داجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله ،  دهرات والي محمد اصف  رحيمي اونورو ملي او سيمه ئيزو شخصيتونو ددغه ديني او جيد عالم مړينه يوه ضايعه  وبلله .
ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته