په هرات کې دشهزاده ګانودتار يخي څلي شاوخوا بيارغاول کيږي.
کابل باختردتلې دمياشتې ٢١ :
دهرات ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست دتاريخي ابداتو دمديريت دطرحې له مخې، دشهزاده ګانو زيارت شاوخواسيمې په نږدې راتلوونکي کې په اساسي ډول بيا رغاول کيږي .
دهرات ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رييس احمداحسان سروريار چې ددغې پروژې دبيارغونې ابتدائي پړاونه يې ليدلي دي ددغې طرحې داړتياوړبودجې دتمويلولو په برخه کې ديوتن فرهنګ دوست دفعالې ونډې اومشارکت له امله قدرداني وکړه.
ټاکل شوې ده دشهزاده ګانو دزيارت دننوتلو او وتلو تګلوري ددغه ولايت داصيلي معماري دسبک په پام کې نيولوسره دسيمې ديوتن مخورسيدنعمت الله سادات په مرسته بياورغاول شي .
سروريار له نورو ملي سوداګرو اوبانفوذو شخصيتونو څخه وغوښتل چې دتاريخي آبداتو دبيارغونې په برخه کې داطلاعاتو اوفرهنګ له رياست سره همکاري وکړي .
ددغې تاريخي څلي شاوخواسيمې دوخت په تيريدوسره په ِبشپړه توګه ويجاړې شوي دي .
په دې پروژه کې ټاکل شوې ده دغه لارې په پاخه اواساسي ډول په سمنټو او ګچوسره دهغې طرحې له مخې چې پخواډيزاين شوى دى جوړشي .