ټولنه

په هرات کې دسولې دکميټې له خوا دلسګونو پرمختيايي پروژو تطبيق

کابل  باختر دوري دمياشتې ١٢ :
په وروستيو کلونو کې  دهرات ولايت  په ولسواليو کې  دسولې دولايتي کميټې له  خوا په لسګونو پروژې  تطبيق شوي دي.
دغه راز دسولې دولايتي کميټې  د جوړيدو له پيل څخه تراوسه پورې  ١٢٣٠ تنه  وسله وال مخالفين  له وسله والو فعاليتونو څخه لاس اخيستى دى .
دسولې دولايتي کميټې مسوولين  وايي ؛ دسولې دشورا  دجوړيدو او دهرات ولايت  په کچه دسولې دولايتي کميټو له  جوړولو وروسته  په سياسي  برخو او دغه راز دسولې دپروګرام په عملي اوتطبيقي برخه کې  زيات پرمختګونه شوي دي او سوله ييز ژوند ته دبيرته ستنيدو په بهيرکې کار ترسره شوى دى.
دغه مسوولين وايي ؛ تر اوسه پورې  ددولت  ١٢٣٠ تنه وسله وال مخالفين دسولې له بهير سره يوځاى شوي دي . 
دهرات دسولې دولايتي کميټې له بهيرسره ددغو وسله والو مخالفينو پيوستون  دهرات ولايت  په امنيتي حالت باندې مثبته ا غيزه کړې ده .
ويل کيږي  په دې موده کې دپښتون زرغون ، شينډنډ ، رباط سنګي ، چشت شريف  اودانجيل په ولسواليو کې  ٤٨١ پروژې تطبيقې شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته