په هرات کې درې سوه ديرش کليوالي پرمختيايي پروژې ګټې اخيستنې ته وړاندې شوې دي
کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٨ :
په وروستيو شپږو مياشتوکې د هرات ولايت د ولسواليو په کچه څه ناڅه ٣٣٠ کليوالي پرمختيايي پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته سپارلې شوې دي .
دهرات ولايت مسوولينو ددغو پروژو لګښت ٣٢٠ مليونه افغانۍ اعلام کړى دى او ټينګار يې کړى دى چې دغه پروژې دملي پيوستون او د کليوالي لارو د جوړولو او اوبو رسولو د پروګرام له لارې بشپړې شوې دي.
په همدې موده کې د٣٥٠ مليونو ٧٤١ زره او ٣٦٤ افغانيو په ارزښت د ٢٠٦ نورو پروژو کار پيل شوى دى چې لا تراوسه پورې دوام لري.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وايي: په دغو پروژوکې دسړکونو ساتنه او څارنه، دکانالونو، ټولنيزو مرکزونو، سړکونو، پلګوټو، دبريښنا رسولو دشبکو، دبندونو، استنادي او محافظوي ديوالونو، سيلبرونو، د کرنيزو اوبو د زيرمو، حمامونو او د ښوونځيو د انګړ د ديوالونو جوړول، د څښاک د اوبو دڅاګانو کيندل، د اوبو رسولو د شبکو غځول او نور شامل دي.
ويل کيږي چې دغه پروژې د انجيل ، ادرسکن ، فرسي ، غوريانو ، ګلران ، کرخ، شينډنډ ، زنده جان او د ګذرې په ولسواليو کې موقعيت لري چې د زرګونو کليوالي کورنيو ستونزې يې لرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د کار موندلو او يا د ملي پيوستون دپروګرام د ساتنې او څارنې د پروژو له لارې هم د پروژو د ساتنې او څارنې او ترميمولو، کانالونو ، ټولنيزو مرکزونو، سړکونو، پلګوټو ، بندونو ، محافظوي او استنادي ديوالونو او دښوونځيو دانګړ دديوالونو او دکرنيزو محصولاتو دزيرمو د جوړولو په ګډون د ٢١٥مليونو٦٤٤ زره او ٢٥٠ افغانيو په لګښت د ٤٧٦ پروژو کار د کرخ ، کهسان او انجيل په ولسواليوکې تر کار لاندې دي.
د ١٣٩٥ مالي کال په لومړيو دريو مياشتوکې د ساتنې او څارنې پروژې دهرات ولايت دکرخ، کهسان او انجيل په ولسواليوکې پرانستل شوې او د دغو دريو ولسواليو دبېلابېلو کليو زرګونو تنو اوسيدونکو ته د کار زمينه برابره شوې ده .
د يادونې وړ ده چې د هرات ولايت د کليو دبيا جوړولو او پراختيا رياست د ١٣٩٥ مالي کال په لومړيو شپږو مياشتوکې په دې بريالى شوى دى چې په سلو کې ٩٤پرمختيايي بودجه او په سلوکې ٩٢ عادي بودجه ولګوي.