په هرات کې درې تنه شوکماران ونيول شول .
کابل باخترد سلواغې يوولسمه :
دهرات پوليسو په غه ولايت کې درې تنه دشوکمارۍ په تور ونيول .
دغه کسان هغه ماهر شوکماران و چې په بيلابيلو پلمو يې دهرات ښار دڅوارلسمې ناحيې په مربوطاتو کې په شوکمارى لاس پورې کاوه .
دهرات ولايت يوه امنيتي خبرځاى دباختراژانس خبريال ته وويل چې مشکوک کسان پرون په دويمه او څوارلسمه ناحيه کې دپوليسو له خوا ونيول شول .
نيول شويو کسانو په خپل جرم اعتراف کړى دى او د زياتو معلوماتو په مقصد ترڅارنې لاندې دي .
ختم_ شکريه _ اکرم