په هرات کې درايي ورکوونکو دنوم ليکنې بهير پيل شو .
کابل باختر د غبرګولي نولسمه :
درايي ورکوونکو دتقويتي نوم ليکنې بهير نن دهرات ښار په ناحيو او دهرات ولايت په ولسواليو کې پيل شو .
دهرات ولايت دټولنيزو چارو مرستيالې مونسې حسن زاده هم دټولنې له ټولو قشرونو په تيره بيا ښځو څخه وغوښتل چې په دغه بهير کې په نوم ليکنې سره دهېواد دمشر د ټاکنې په خاطر په راتلوونکو انتخاباتو کې دخپلې رايې له حق څخه استفاده وکړي
دهرات ولايت مالي اواداري مرستيال ډاکتر غلام داود هاشمي دنوم ليکنې له بهير څخه دکتنې په ترڅ کې خلکو ته داسانتياو په برابرولو ټينګاروکړ.
په دې بهير کې هغه کسان چې بريښنايي تذکرې لري کولاى شي دخپلې کاغذي تذکرې له مخې درايي ورکولو استيکر ترلاسه کړي .
دهرات ولايت دانتخاباتو دولايتي کميسيون مسوولين وايي هغه کسان چې درايي ورکولو ستيکر لري خو د ١ ٣٩٧ کال په انتخاباتو کې ددوى دنومونو په ليکلو کې تيروتنې شوې وې اويا ددوى نومونو شتون نه درلود کولاى شي اړوندو مرکزونو ته ورشي او غوښتنه وکړي چې ددوى نوم او نور معلومات تصحيح شي . په دې بهير کې هغه کسان چې اتلس کلني عمر ته رسيدلي وي کولاى شي نومونه وليکي .
ختم_ سعيده _ اکرم