په هرات کې دحرفوي غلو ديوه اووه کسيزه بانډ نيول کيدل.

کابل – باختر د مرغومې دوه لسمه :
يوه اووه کسيزه ډله حرفوي وسله وال غله چې دپوليسو يو منسوب هم پکې ليدل کيږي دهرات دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې پوليسو دپيچلو عملياتو په بهيرکې وپيژندل شول او وتښتيدل :
ددغې ډلې په غړو دخلکو داستوګنې له کورونو څخه دڅو مواردو وسله والو غلاوو تور لګول شوى دى.
دهرات ولايت دپوليسو مسولين چې ددغو کسانو په پيژندنې او نيولو بريالي شوي دي وايي له دغو غلو څخه څو ميله وسله ،يوه اندازه ګاڼه او دوه موټرونه چې په غلا کې کارول کيدل هم ترلاسه شوي دي.
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر مل پاسوال عبدالحميد حميدى باختر آژانس ته وويل: دغو غلو په هرات او کابل کې دخلکو دکورونو په لوټولو او په ځينو نورو جنايي جرمونو کې په مستقيمه توګه لاس درلود.
ددغې ډلې کسان هغه وخت وپيژندل شول او ونيول شول چې لومړى فهيم په نامه يو سړى دهرات په خواجه قلعه سيمه کې له يوې اندازې غلا کړى شويو ګانو او نغدو پيسو سره ونيول شو او دپيښې له پرمختيا وروسته دتورن ٦ تنه ملګري دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې دپوليسو دکشفى برخې له خوا په رنګين آسيا هوټل ،آرين مارکيټ او سخي هوټل کې ونيول شول.
دياودنې وړده چې ددغې ډلې دوه تنه نور غړي هم پيژندل شوي او دپوليسو ترڅارنې لاندې دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته