په هرات کې دترافيکي پيښو زياتوالى .
_کابل باختر د وري اتلسمه :
په هرات ولايت کې ترافيکي پيښې زياتې شوي دي .
د رارسيدلو خبرونوله مخې يواځې په تېرو دوو اوونيو کې شپږ پنځوس ترافيکي پيښې په هرات کې ثبتې شوي دي .
د هرات ولايت د ترافيکو يومسوول باختراژانس ته وويل چې، په دغو پيښو کې درې تنه وژل شوي دي او څه ناڅه څلور سوه شپيته تنه نور ټپيان شوي دي .
د هرات د مرکزي روغتون يو مسوول محمد رفيق شيرزي وويل چې زياتره دغه کسان ځوانان او تنکي ځوانان دي چې له موټرسايکلونو څخه استفاده کوي او د چلونې په وخت کې د دوى دبې احتياطۍ له امله پيښې رامنځته کېږي او ټپيان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول کېږي .
مدني فعالان وايي د ځوانانو او د تنکيو ځوانانو بې احتياطۍ ، د ترافيکي قوانينو نه رعايتول ، د چلونې په وخت کې دامنيتي وسايلو نشتوالي او په ښار کې د موټرو ، موټرسايکلونو او زرنج موټرسايکلونو زياتوالى د دغو پيښو د زياتوالي له مهمو عواملو څخه دي .