اقتصاد

په هرات کې دتاپي پروژې د مقدماتي سروې کار بشپړيږي .

کابل باختر دوږي  ديارلسمه :
دهرات ولايت دکانونو او پتروليم درياست  مسوولينو په دغه ولايت کې دتاپي پروژې  د مقدماتي سروې په سلو کې داوه نوي  دپرمختګ  خبرورکوي .
  دهرات ولايت دکانونو او پتروليم  رييس  ضيا الحق پوپل  ددغه ټکي داعلامولو په ترڅ کې وايي  چې دتاپي پروژې دمقدماتي سروې کار په عادي  ډول  اوله کومې ستونزې پرته  دڅو ډلو له خوا په څو سيموکې دوام لري  چې په سلو کې اووه نوي  بشپړ شوي دي  او ترراتلونکو څلورو مياشتو پورې  عملي کار يې پيليږي .
ده  دتاپي پروژې  په کار کې دسلګونو کارکوونکو او کارګرانو داستخدامولو او دتاپي پروژې له اوبلن ګازو څخه دافغانستان  دوندې داندازې په باب وويل  دافغانستان په پنځو ولايتونوکې دتاپي پروژې  دقراردادي شرکت له خوا  څه دپاسه پنځه  زره تنه  کارکوونکي او کارګران  استخدام شوي دي او د پيشنهادونو له مخې  داړتيا له مخې په لسګونه تنه نور هم استخداميږي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته