اقتصاد

په هرات کې دبنګو کرل شوي بوټې واړول شول .

کابل باختر د تلي دوه ويشتمه :
په هرات ولايت کې دبنګو له کرل شويو  بوټو څخه دکروندو دپاکولو لپاره عمليات دوام لري .
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند  عبدالاحد  ولي زاده باختراژانس ته وويل چې ددغو عملياتو په دوام دهرات ولايت دانجيل  ولسوالۍ پوليسو په دوه جريبه ځمکه کې  دبنګو کرل شوي بوټي  اړولي دي
ويل کېږي چې ددغو عملياتو دپيل له وخت څخه تراوسه پورې  څو جريبه حمکه په دغه ولايت کې دبنګو له کرل شويو بوټو څخه پاکه شوې ده .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته