په هرات کې دبريښنا کمښت به په نږدې راتلوونکي کې لرې شي

کابل – باختر دلړم نهمه:
دهرات اوسيدونکي په نږدې راتلونکي کې دبريښنا دکمښت دستونزو دلرې کولو په برخه کې، دمقاماتو دجدي اقدام هرکلى شوي.
دهرات خلک په دې باور دي چې ددغې ژمنې عملي کول او دبريښنا دکمښت دستونزو لرې کول به دکورنيو دبشپړې خوښۍ سبب شي .
دهرات ولايت سيمه ييزومقاماتو پرون اعلام وکړ چې په دغه ولايت کې دبريښنا انرژي کمښت دستونزې دحل کولو په مقصد له ايران څخه افغانستان ته دبريښنا واردات زيات شوې دي.
دهرات والي ډاکتر داود شاه صبا باختر آژانس ته وويل چې دافغانستان دولت پنځوس ميګا واټه نوره بريښنا هم له ايران څخه پيري .
ډاکتر صبا وايي: دافغانستان د انرژي او اوبو وزارت له ايراني مقاماتو سره موافقه کړې ده چې دبريښنا په وارداتوکې پنځوس ميګا واټه زياتوالې راشي او له دې لارې کيداى شي دبريښنا دکمښت ستونزه لرې شي.
له بلې خوا دبريښنا دضايعاتو دکنترولولو او مخنيوي په مقصد دهرات ولايت دبريښنا په شبکه کې له ديرشو ميګاواټو بريښنا په ظرفيت دوه ترانسفارمرونه هم فعال شوي دي.
دهرات والي وايي: دبريښنا په شبکوکې ددغو دوو ترانسفارمرونو په درولو سره له ايران څخه توريدي بريښنا له اته څلويښتو ميګاواټو څخه شپږنوي ميګاواټو ته زياتيږي.
دا په داسې حال کې ده چې اوس دبريښنا مشترکين د انرژي دکمښت او دهغې د ولتاژ دټيټوالې له امله سخت شکايت لري.
دهرات ښاريان همدا اوس دايران او ترکمنستان له توريدي بريښنا څخه ګټه اخلي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته