ټولنه

په هرات کې داوبو لګولو ديوه کانال دجوړولو کار پيل شو .

کابل / دليندې ٧مه /باختر :
دکابو يوسلو پنځوسو ميليونو افغانيو په  لګښت په هرات ښار کې   دنږدې لسو کيلومترو په اوږدوالي دکانال او د سلو مترو په اوږدوالي دپلګوتو دجوړولو کار پيل شو .
ټاکل شوې ده دغه پروژې  په راتلونکو دريو مياشتوکې دهرات ښار په لومړى ، پنځمه ، شپږمه ، يوولسمه او پنځلسمه  ناحيه کې ګټې اخستنې  ته وړاندې  شي
دهرات والي عبدالقيوم رحيمي ددغو پروژو  دساختتماني کار کيفيت ته په پاملرنې باندې په ټينګار سره ډاډ ورکړ چې ښاروالۍ ولايتي شورا  او دولايت مشرتوب  به دپروژو  دپلې کېدو بهير وڅاري .
دهرات والي وايي چې په راتلونکې کال کې به  دهرات له پرمختيايي بودجې سره برابرې دبين المللي موسسو مرستې جلب کړي .
له بلې خوا دهرات ښار وال غلام حضرت مشفق ټينګار کوي چې ددغو پروژو دساختماني کار په بشپړېدو سره به دهرات ښار په مرکزي واټونوکې داوبو د راټوليدو اودپسرلي او ژمي په فصلونو کې دسېلاونو خطر په بشپړتوګه لري شي .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته