ټولنه

په هرات کې داوبو لګولو داوو کانالونو دبيا جوړولو دکار پيل .

کابل باختر دزمري  نهه ويشتمه :
په هرات ولايت کې داوبو لګولو  داوو کانالونو دبيا جوړولو کار پيل شو .
دباختراژانس دخبرله مخې  دهرات ولايت دپښتون زرغون په ولسوالۍ کې دفوشکان ، ميرحصه ، توران ، بورياباف   افغاني ، بوريا باف فبچاقي ،  مار اباد او دنهر نواب کانالونه دانرژۍ او اوبو وزارت له خوا بيا جوړيږي .
دانرژۍ او اوبو وزير انجنير علي احمد عثماني ددغو پروژو قرارداد لاسليک کړ
دانرژي او اوبو وزارت دمقاماتو له خوا دوړاندې شويو معلوماتو له مخې  دفوشکان کانال به دڅه دپاسه پنځه څلويښتو  مليونو څلور سوه زرو افغانيو په لګښت  دشلو کيلومترو په اوږدوالي او داوو مترو په سور بيا جوړ شي .
  له دغه کانال  څخه کابو اووه سوه کورنۍ  او کروندګر ګټه اخلي .  همدا اوس دفوشکان کانال له لارې  اووه سوه ديرش هکتاره ځمکه خړوبيږي چې ددغې پروژې دبيا جوړولو دکار په پاى ته رسيدو سره به دغه اندازه يو زرو شپږ شپيته هکتاره ځمکې ته ورسيږي .
دغه راز دميراثه کانال څخه هم داوو ويشتو کيلومترو په اوږدوالي يو زرو دوه سوه کورنۍ ګټه اخلي ددغه کانال  له لارې هم نهه سوه  هکتاره ځمکه خړوبيږي چې ددغې پروژې دبيا جوړولو دکار له پاى ته رسيدو وروسته به دغه اندازه يو زرو درې سوه شپيته هکتاره ځمکې ته ورسيږي .
ددغه کانال دبيا جوړولو لګښت څه دپاسه پنځه شپيته مليونه څلرو سوه زره افغانۍ اعلام شوى دى .
په خبر کې ويل شوي دي چې په پښتون زرغون ولسوالۍ کې دتوران ، بورياباف افغاني ، بوريا باف قبچاقي  ، مار اباد او دنهر اب  دکانالونو بيا جوړول هم دڅه دپاسه څلورويشتو مليونو دوه سوه زرو افغانيو په لګښت ترلاس  لاندې نيول شوي دي . له دغې پروژې  څخه هم يوزرو  څلور سوه کورنۍ اوبزګران ګټه اخلي او همدااوس ددغو کانالونو له لارې څلور سوه اته ديرش هکتاره ځمکه خړوبيږي چې ددغې پروژې دکار په بشپړيدو سره به شپږ سوه نهه څلويښت هکتاره ځمکې ته لوړ شي . ددغو کانالونو دبياجوړولو لګښت داسلامي پرمختيا بانک له خوا ورکول کيږي   ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته