امنیت

په هرات کې دانسان تښتوونکوله منګولو څخه ديو ماشوم ژغورل

ښار دمرغومي دمياشتې ٢٣ :
يو ماشوم چې څه موده مخکې دانسان تښتوونکو له خوا تښتول شوى و، نن دپوليسوپه عملياتو کې دانسان تښتوونکو له منګلو څخه آزاد شو.
دهرات ولايت د امنيې قوماندانۍ دامنيت آمر وايي  چې دغه ماشوم ديوکور په  څاه کې ساتل کيده چې  دپوليسو په هلوځلو سره وژغورل شو.
مل پاسوال عبدالحميد حميدي باخترآژانس ته وويل :  دغه ماشوم  چې ميلاد  نوميږي  اودشپږمې ناحيې دجکان اوسيدونکى  دى  پنځوس ورځې مخکې دناپيژندل شويو کسانو له خوا تښتول شوى و.
دامنيت آمر وويل :  دغه ماشوم  دهرات ولايت  دامنيې قوماندانۍ  له نشه توکو او له تروريزم  سره دمبارزې  دمنسوبينو له خوا د هرات ښار د شپږمې ناحيې ديو کور
له څاه څخه   وژغورل شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته