په هرات کې دانتخاباتو دترسره کولو د تخنيکي او امنيتي زمينې د برابرولو لپاره هلې ځلې
کابل باختر د وږي پنځلسمه :
امنيتي مسوولان په هرات ولايت کې د انتخاباتي مرکزونو د برابروشويو پلانونو خبر ورکوي .
دکورنيو چارو وزارت د ستر امنيتي معين جنرال اختر محمد ابراهيمي په مشرۍ او د ٦٠٦ انصار ساحوي زون دقوماندان پاسوال محمدجمعه عديل ، د ٢٠٧ ظفر قول اردو د قوماندان تورنجنرال نور الله قادري او د انصار زون د قوماندانۍ د مشرتابه هيئت په ګډون د ويډيو کنفرانس غونډه جوړه شوه او په هغې کې د انتخاباتو په بشپړ امنيت باندې ټينګار وشو .
په دې غونډه کې د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره د بشپړ تياري او پلانونو په باب خبرې وشوې .
د ٦٠٦ انصار ساحوي زون قوماندان پاسوال محمد جمعه عديل دانتخاباتو د ترسره کولو لپاره د بشپړ تياري ډاډ ورکړ .
ختم- عطاالله – اکرم