په هرات کې دافغانستان دختيځ او لويديځ دسياست والو او فرهنګي ښځو ستره غونډه
کابل – باختر دتلې ١٧
دهيواد دختيځو او لويديځو زونونو د ولايتي شوراګانو د غړو ښځو لومړۍ ګډه غونډه په هرات ښارکې جوړه شوه.
دغه غونډه دهرات د ولايتى شورا په نوښټ دهيواد دبيلابيلو ولايتونو د ولايتى شوراګانو دغړو ښځو ترمنځ دتجربو او د افکارو د تبادلې او دمناسب چاپيرل د برابرولو په موخه د هرات ولايت ته دختيځو ولايتونو دفرهنګيانو له سفر وروسته جوړه شوې ده.
دباختر آژانس دخبر له مخې: په دې دوه ورځني غونډه کې دننګرهار، نورستان ، کونړ، لغمان، هرات،فراه ،غور او دبادغيس د ولايتى شوراګانو غړو ښځو ګډون کړي دي.
دسيمه ييز ارګانونو دخپلواکې ادارې د ولايتي شوراګانو دسمون رييس احمد خاموش ددغې غونډې دجوړيدو د هرکلى په ترڅ کې په ټولنيزو او فرهنګى برخوکې دهرات د ولايتى شوراګانو نوښونه او ځواکمى وستايلې.
ښاغلى خاموش ددغې غونډې دجوړولو هدف دهيواد دبيلابيلو ولايتونو د ولايتى شوراګانو دغړو ښځو له تجربو څخه استفاده وبلله او دغه غونډه يې دپوهې او تجربې د تبادلې په خاطر مناسب فرصت وباله.
دهرات د ولايتى شورا رييس ډاکتر عبدالظاهر فيض زاده هم دهيواد دختيځو ولايتونو د ولايتي شوراګانو دغړو ښځو ارزښتناک حرکت، په ناوړو دوديزو باورونو د برياليتوب په لاره کې يو تلپاتې حرکت وباله.
ده په هرات ولايت کې په رسنيو او په مدني او ټولنيزو مرکزونوکې د فعاليتونو دمناسبې فضا شتون دښځو دځواکمنى څرګندوى وباله.
دهرات د ولايتي شورا رييس دهيواد دبيلابيلو ولايتونو د اوسيدونکو دلرغونو دودونو او فرهنګونو دتبادلې په خاطر ددغه شان سفرونو تدارک ارزښتناک وباله او ويې ويل: دغه شان سفرونه او ليدنې کتنې کېداى شي ديو بل په حالت دهيواد د بيلابيلو ولايتونو د اوسيدونکو ديني پوهيدنې او دخلکو ترمنح دقومي ، ژبنيو او نژادي توپيرونو او تصعباتو دکمزورتيا سبب شي.
دهرات والي ډاکتر داود شاه صبا هم په ټولنزو ، فرهنګى او اقتصادي برخوکې، دهرات دښځو فعال او کارنده شتون ددغه ولايت دښځو دځواکمني بيلګه وبلله.
ده څرګنده کړه چې په دې غونډه کې برخه والې ښځې وکولى شي له رامنځته شوى فرصت څخه دخپلې ځواکمني د زياتوالې او دتجربو دتبادلې په خاطر استفاده وکړي.
دهرات والي په عدلي او قضايي برخوکې دهرات دسيمه ييزې ادارې برياليتوبونه په اشاره سره، ددغې غونډې له ګډون کوونکې سره دخپل برياليتوب دعواملو دشريکولو په خاطر ددغو مرکزونو تيارى اعلام کړ.
دهرات والي په همدې حال کې دهرات ولايت ته دهيواد دبيلابيلو ولايتونو د ولايتي شوراګانو دغړو ښځو دسفر هرکلى وکړ او زياته يې کړه: دغه شان سفربه دښځو د زيات پيوستون او دميرمنو پرخلاف د تاوتريخوالې دمخنيوي سبب شي.
ددغې غونډى ويناوالو ددغه شان پروګرامونو تدارک له لارې فساد سره دمبارزې، ولسواکى او ښيې حکومتوالى په بيلابيلو برخوکې د ولايتى شوراګانو دشتون دپياوړتيا په برخ کې يوه جدي اړتيا وبلله.
په هرات ښارکې دهيواد دبيلابيلو ولايتونو د ولايتي شوراګانو دغړو ښځو دوه ورځني غونډه په داسې حال کې جوړيږي چې مخکې له دې دهرات د ولايتي شوراګانو د رييسانو سراسري غونډه د ولايتي شوراګانو دقانون دبيا څيړنې په موخه په هرات ښارکې جوړه شوې وه .