خبرونهامنیت

په هرات کې تېره میاشت د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۱۵۷ کسان نیول شوي دي

کابل، د سلواغې ۳مه، باختر
د هرات ولايت د امنيې قومندانۍ مسوولین وايي چې امنیتي ځواکونو د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور ۱۵۷ تنه نیولي دي.
د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو مسوول عبدالله انصاف وايي، د اسلامي امارت امنیتي او کشفي ځواکونو د یو لړ بېلابېلو پلټنو او تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې ۱۵۷ تنه د وژنو، وسله والو غلاوو، د نشه يي توکو د توليد او پلورلو په تور د هرات ښار او ولسواليو له بېلابېلو سيمو څخه نيول شوي دي.
انصاف دغه راز د پاسپورټ آمریت د فعاليتونو يادونه وکړه او ويې ويل، چې دغه آمریت ٦٧٥٢ اسناد طی مراحل کړي او له درکه یې ۴۵ میلیونه ۹۴۱ زره او ۵۰ افغانۍ عواید هم ترلاسه شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې د ترافيکو مديريت د فعاليتونو تر څنګ يې د ٢١٨۵ جواز سیر او ١٣٢٤ د موټر چلوونې جوازونه هم وېشلي چې د اړوندو خدمتونو له درکه یې ۱۱۳میلیونه ۸۲۹ زره او ۵۰ افغانۍ عواید هم راټول کړي دي.
هغه همدا راز وویل چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د ۱۰۳ عملیاتو په ترڅ کې له دغه ولایت څخه (۱۱۰ تنه شکمن او ۲۲۶ تنه په نشه يي توکو روږدي کسان راټول کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته