خبرونهاقتصاد

په هرات کې تر ۱۰۰۰ زیاتې تولیدي کارخونې فعالیت کوي

کابل، د چنګاښ ٥مه، باختر
د هرات د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وایي، چې دمګړۍ په دغه ولایت کې تر ١٠٠٠ زیاتې تولیدي کارخونې فعالیت کوي.
د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئیس مولوي بشیر محمد سیرت د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې دمګړی ۸۰۰ کارخونې د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي دننه او تر ۲۰۰ زیاتې له صنعتي ښارګوټي د باندې په بېلابېلو برخو کې تولیدات کوي.
د سیرت په خبره، په یادو کارخونو کې زرګونه هېوادوال په کار بوخت دي.
نوموړي دغه راز زیاته کړه، چې په هېواد کې کورنيو سوداګرو او پانګوالو ته د پانګونې ښه زمینه برابره ده او هڅې کېږي دوی ته د هرات په صنعتي پارک کې ځمکې هم ووېشل شي.
ورته مهال د هرات د صنعت او کانونو خونې رئیس حمیدالله خادم وویل، چې اوسمهال د یاد صنعتي پارک د کارخونو تولیدات په هېواد دننه سربېره د منځني اسیا، امریکایي او اروپايي هېوادونو ته هم لېږدول کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته