په هرات کې بنديانوبيا دنه خوړلو په اعتصاب لاس پورې کړ .
کابل باختر د لړم لومړي:
دهرات په جيل کې يوشمير بنديانو بيا دنه خوړو په اعتصاب لاس پورې کړ .
ځينودغو بنديانو وويل چې ددوى غوښتنو ته دجمهور رييس احمدزي داستول شوي هيئت له خوا په خپل وخت دځواب دنه ويلو په دليل يې بيا په اعتصاب لاس پورې کړي دي .
دغه بنديان وايي چې د اعتصاب کوونکو شمير زرو تنوته رسيږي .
دهرات ولايت د استيناف څارنوالۍ رييسې ماريا بشير دبنديانو اعتصاب تاييد کړ خو د اعتصاب کوونکو شمير يې له هغه څخه کم وباله چې ادعايې شوې ده .
مخکې له دې هم دهرات ولايت په جيل کې يوشمير بنديانو په دې دليل چې دعدلي او قضايي بنسټونو دچلند په باب بى عدالتي بلل شوې وه ، دنه خوړو په اعتصاب لاس پورې کړي و .