کابل / د مرغومي ۳ مه / باختر
شل تنه په هرات کې په جنايي جرمونو کې د لاس لرلو په شک ونيول شول.
پر دغو کسانو د غلا، شوکمارۍ، د نشه يي توکو د قاچاقو او پلورنې او له غيرقانوني وسلو سره د ګرځېدو تور لګول شوى دى.
د هرات د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې دغه کسان په وروستيو ٢٤ ساعتو کې د هرات له مرکز او يوشمېر ولسواليو څخه د عملياتو او د موټرو د پلټنې په بهير کي نيول شوي دي.
خبرپاڼه زياتوي چې د دغو کسانو دوسيې ډېر ژر عدلي او قضايي بنسټونو ته لېږل کېږي.
پاى \ج\ ذ
3 د یوې دقیقې څخه لږ