په هرات کي د ډاراچوونکې بريد دعاملينو دپيژندلو لپاره تحقيقات پيل شوي دي
کابلباختر دسنبلي٢٤
دهيواد د بهرنيو چارو وزارت ويندوى په يوه خبري غونډه کې وويل چي په هرات کي د امريکا په قونسلګرۍ د ډاراچونکي بريددعاملينو دپيژندلو لپاره تحقيقات دوام لري
دباختر آژانس دخبريال دخبر له مخي : دبهرنيو چارو د وزارت ويندوى جانان موسي زي دغه راز زيا ته کړه چې د ډاراچونه د بشريت دښمن دى او بايد دسيمې هيوادونه د دغه شان جنايت د عاملينو د پيژندلو په خاطر نږدي همکاري وکړي.
ده وويل : د افغانستان امنيتي مرکزونه په کابل کې دامريکا دسفارت په ګډون ددغه ډار اچونکي بريد د اصلي عاملينو دپيژندلو لپاره تحقيقات پيل کړي دى .
ده دغه راز وويل : په هرات کى دامريکا جنرال قونسل اعلام کړى دى چې داړوند مرکز فعاليت به دغه راز دوام وکړي .
د ده دڅرګندونوله مخي : دملګروملتوسازمان دامنيت شورا هم دنړى له هيوادونو څخه غوښتي دي چې ددغې پيښې د عاملينو دپيژندلو په خاطر دې دافغا نستان له دولت سره همکاري و کړي .