کابل باختر د تلي شپاړسمه :
د هرات ښار په شمال کې په تيرو شلو ورځو کې د وبا دناروغۍ له امله څه ناڅه اووه تنه مړه شول .
دهرات ولايت روغتيايي مسوولين وايي په دې موده کې دهرات ښار دکمر کلاغ دوه سوه تنه اوسيدونکي چې زياتره يې کوچيان دي د وبا په ناروغۍ اخته شوي دي .
په داسې حال کې دهرات والي سيدفضل الله وحيدي ناروغانو ته عاجلې مرستې او ددغې ناروغۍ د زياتيدو دمخنيوي په خاطر په سملاسي تدبيرونه ټينګار وکړ او ويې ويل بايد ژر تر ژره دغه ناروغۍ له منځه يو وړل شي .
ويل کيږي په هغه ساحه کې چې دغه ناروغۍ خپره شوې ده کورني مهاجرين پکې ژوند کوي .
دهغو روغتيايي مسوولينو اوموسسو ټيمونه د وبا دناروغي دپراخيدو پرخلاف دمبارزې دکمپاين او د وقايوي تدبيرونو مسووليت په غاړه لري ددغې ناروغۍ له کنترولولو خبر ورکړى خو ټينګار يې وکړ چې تراوسه پورې د وبا ناروغۍ له منځه نه ده تللې .
دغو مسوولينو د هرات دشمال په کمرکلاغ دساحې اوسيدونکو ته د ګرځنده او ثابتو روغتيايي ټيمونو د توظيف کولو او خلکو ته دپوهاوي ورکولو، ددرملو دبستې او دڅښلو صحي اوبو د ورکولو خبر ورکوي .
دهرات ولايت يو روغتيايي مسوول باخترآژانس ته وويل : په هرات کې ددغې ناروغۍ دپراخيدو دمخنيوي په خاطر لازم تدبيرونه نيول شوي دي او ډاډ لري چې ژر تر ژره به دغه ناروغۍ له منځه يو وړل شي .
0 1 دقیقه لوستل