امنیت

په هرات ښار کې د نشه يي توکو د يوې ډيپو کشف .

کابل باختر د ثور اوومه :
امنيتي منسوبينو په هرات ښار کې د کابو شلو کيلوګرامو نشه يي توکو دکشف خبر ورکړ .
کابو شل  کيلوګرامه هيرويېن ډوله نشه يي توکي چې د هرات ښار د پنځمې ناحيې په مربوطاتو کې په يوه کور کې  ساتل کېدل د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د مديريت  دکارکوونکو له خوا کشف او ترلاسه شول .
که څه هم د دغې پېښې په اړوند څوک نه دي نيول شوي خو د هرات د والي وياند جيلاني  فرهاد وايي چې عاملين يې پيژندل شوي او ډير ژر به ونيول شي .
  ختم- عطاالله _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته