کابل باختر د وري دوه ويشتمه :
د هرات دولتي پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنځي محصلانو د خلاقيتونو نندارتون پرانستل شو .
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد د باخترژانس خبريال ته وويل د هرات دپوهنتون ريېس عبدالله فايز د هرات د پوهنتون دکمپيوتر ساينس د پوهنځي د محصلانو د دغه نندارتونو جوړول دستاينې وړ وبلل او ويې ويل چې بايد د دوى له غښلتيا او خلاقيت څخه دهېواد په ترقۍ کې استفاده وشي .
دغه راز دکمپيوتر ساينس پوهنځي ريېس عاشق الله عليزي د دغه نندارتون د پرانستلو هدف په ټولنه کې دمحصلانو لاس ته راوړنه او د تکنالوژۍ ښيګڼه وبلله او ويې ويل دغه نندارتون په ١٦غرفو کې د ٣٥ پروژو په ترڅ کې په جلا جلا سيستمونو پيل شوى دى . ختم- شکريه_ اکرم
0 1 دقیقه لوستل