په هرات پوهتون کې ( له ملي اتل څخه دسولې ترشهيد پورې ) دعلمي کنفرانس جوړول

کابل باختردتلي دمياشتې  ٥ :
دشهيد اودملي يووالې  داوونۍ په درناوي اود شهيدانو لوړ مقام ته ددرناوي په مقصد پرون په هرات پوهنتون کې له ( له ملي اتل څخه دسولې ترشهيدپورې ) ترعنوان لاندې علمي کنفرانس جوړشو.
دباختراژانس دخبرله مخې  په دې علمي کنفرانس کې چې دهرات ولايت مرستيال اصيل الدين جامي  ، دپوهنتون دمشرتابه  هيئت په ملي شورا کې دخلکو استازو ، يوشمير جيدو عالمانو اودمدني ټولنې استازو ګډون کړي وو.
وينا والو دمقالو لوستونکو په اسلام کې دشهيد دمقام په باب خبري وکړې
ددغه کنفرانس په لومړۍ برخه کې برخه والو په هيواد کې دسولې دبهير په اړوند بيلابيلې سياسي،  ټولنيزي اواقتصادي مسلې وڅيړلي .
دهرات پوهنتون رييس هم اوسني برياليتوبونه دشهيدانو دوينې  نتيجه وبلله اوددغه شان مناسبتونو نمانځنه يې دخلکو يو ملي اواسلامي مکلفيت اعلام کړ
ددغه کنفرانس په يوه برخه کي په ولايتي شورا کې دخلکو استازي سيد وحيد قتالي هم ددغه علمي کنفرانس دجوړونکودرناوي وکړ او داسلامي انقلاب دشهيدانو مقام يې لوړ وباله.
ددغه کنفرانس برخه والو  دهيواد دملي اتل شهيد احمدشاه مسعود اودسولې دعالي شورا دپخواني جمهوررييس پروفيسر استادبرهان الدين رباني دکارنامو په باب خبري وکړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته