هرات باختردسلواغې دمياشتې ٩ :
دهرات ولايت دپوليسوخبرځايونه وايي چې د اتلس کلنې نجلۍ د وژل کيدو دڅرنګوالې په باب چې پرون دهرات ولايت په انجيل ولسوالۍ کې ووژل شوه؛ تحقيق کوي .
د وژل شوې نجلۍ کورنۍ ادعا لري چې دې په خپله ځان وژلې دي.
دلويديځ زون دپوليسو ويندوى عبدالروف احمدي باخترا ژانس ته وويل: د دغې نجلۍ مړې په داسې حال کې چې زندې کړاې شوې وه؛ په خپل کورکې يې ترلاسه شو.
تراوسه پورې ددغې ووژنې انګيزه روښانه نه ده، خو د وژل شوې نجلۍ پلار وايي چې لوريې دوه کاله مخکې په خپله خوښه له يوه ځوان سره کوژده شوې وه .
پوليسو اوس پيښه دځان وژنې په توګه ليکلې ده، خو په زياتو څيړنو ټينګارکوي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ