ورزش

په هرات ولايت کې د فوټبال د بي ګروپ سيالۍ دوام لري

کابل – باختر د وږې دمياشتې ٢٣
په هرات ولايت کې د فوټبال د بي ګروپ سياليو نن سهار په يوې لوبې سره دوام وموند.
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا باختر آژانس خبريال ته وويل:  په دغو سياليوکې د هرات باستان او د افغان ټيمونو لوبه وکړه چې د دوو په مقابل کې په دوو سره برابره پاى ته ورسيده.
دغه سيالۍ د دولسو ټيمونو ترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوې دي.
دغه راز په هرات ولايت کې د فوټبال د اې ګروپ سياليو پرون مازيګر د خراسان او د نواحي د ټيمونو په لوبې سره دوام وکړ.
په دې لوبه کې د خراسان ټيم د يوې په مقابل په پنځو سره د نواحي ټيم ته ماتې ورکړه.
دغه سيالۍ د لسو ټيمونو ترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته