ورزش

په هرات ولايت کې د فوتسال د دويم لاس سياليو دوام وموند

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٤
په هرات ولايت کې دفوتسال د دويم لاس غوره سياليو پرون مازيګر په دريو لوبو سره دوام وموند.
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا دباختر آژانس خبريال ته وويل : په لومړۍ لوبه کې د عمران ټيم د دريو په وړاندې په شپږو سره د قيام ټيم ته ماتې ورکړه او په بله لوبه کې د ثارالله ټيم د صفر په وړاندې په دريو سره د آرمين پرټيم بريالى شو او په دريمه لوبه کې د شاهد ټيم د دريو په وړاندې په اوو سره د نيمرخ پرټيم بريالى شو.
دغه سيالۍ د څلرويشتو ټيمونو ترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته