په هرات ولايت کې د آزادو ټيمونو سيالۍ پيل شوې .

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢٤
دهرات ولايت د غوره کلپونو د واليبال سيالۍ پرون مازيګر په  دوو لوبو سره پيل شوې .
دهرات ولايت دورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختر اژانس ته وويل : 
په دغو سياليو کې لومړى دالسادات ټيم د يوې په مقابل کې په  دريو سره دارمان پرټيم  بريالى شو .
او په دويمه لوبه کې د وګړنيو پوليسو دآريا ټيم  دصفر په مقابل کې په دريو سره د برادران  پر ټيم بريالي شو .
دغه سيالۍ په ورزشي جمنازيوم کې ددغه ولايت دپنځو ټيمونو ترمنځ دتګ راتګ په ډول پيل شوي دي  چې شل  ورځې به  دوام وکړي.
ضيا زياته کړه ، د دغو سياليو په دوام ټاکل شوې ده نن د تابان او آرمان  ټيمونه لوبه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته