کابل باختر دثور اته ويشتمه :
دهرات ولايت دفوټسال دغوره ليګ سياليو پرون مازيګر په دريو لوبو سره دوام وموند .
دهرات ولايت دورزشي امريت مرستيال ضيا الحق ضيا نن دباختراژانس خبريال ته وويل په دغوسياليو کې دميلاد ټيم دريو په مقابل کې په اوو سره دميوند پر ټيم او دال -جي ټيم دڅلورو په مقابل کې په اوو سره دکوثر پر ټيم بريالي شول .
دغه رز دراهيان نور او دانصاري ټيمونو ديوې په مقابل کې په يوې سره لوبه برابره پاى ته ورسوله .
دغه سيالۍ دشپاړلسو ټيمونو ترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ