په هرات ولايت کې دفوتسال سياليو دوام وکړ .

کابل باختر د ثور يو ديرشمه :
په هرات ولايت کې پرون مازيګر دلومړي او دويم لاس دفوتسال دغوره ليګ سياليو په اوو لوبو سره دوام وکړ .
دهرات ولايت دورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختراژانس ته وويل دغوره ليګ په سياليو کې دميلاد ، بلک ترو ، غازي اورايان تور ټيمونه پرخپلو سيالانو بريالي شول .
دغه راز دلومړي لاس په سياليو کې دآمو ټيم ددوو په مقابل کې په دريو سره دافغان ټيم ته ماتې ورکړه او ددويم لاس په سياليو کې دزحل اوسنايي ټيمونو وکولاي شول دازاد اوهيري پرټيمونوبريالي شي .
دفوتسال دغوره ليګ سيالۍ دلومړي او دويم لاس دشپاړسو ټيمونو دهرات داته څلويښتو ټيمونو په ګډون پيل شوي دي .