په هرات او میدان وردګو کې د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

کابل، د لېندۍ ۲۵ مه، باختر

د هرات ولایت د ولسوالیو د فوټبال د امتیازي جام ډله‌ ییزې لوبې چې له ۱۹ ولسوالیو او دوه ښارګوټو څخه د ۲۱ لوبډلو په ګډون پیل شوې وې، د غوریان ولسوالۍ د وحدت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. 

دغه سیالۍ چې د روان کال د لړم میاشتې له ۱۸ نېټې څخه د درېیو پنځه ټیمه او یو شپږ ټیمه ګروپونو ترمنځ پیل شوې وې؛ پایلوبه یې د زاول ولسوالۍ د عقابانو او د غوریان ولسوالۍ وحدت لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د غوریان ولسوالۍ وحت لوبډلې د ۱-۰ ګول په توپیر د زاول عقابانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه. دغه سیالۍ د فوټبال غوره لیګ، د هرات الف لوبډلې او د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې ته د لوبغاړو د ټاکلو او د هرات د ولسوالیو د غوره لوبغاړو د پېژندنې په موخه ترسره شوې.  یادې سیالۍ هر کال د هرات ولایت د ولسوالیو د فوټبال لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

په ورته وخت کې د ميدان وردګو ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت او والیبال فدراسيون له لوري د مرکز اړوند په قلعه قیام کلي کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ چې درې ورځې یې دوام وکړ، د سپین غر لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته