خبرونهامنیت

په نیمروز کې په نشه يي توکو لسګونه روږدي روغتون ته ولېږدول شول

کابل، د غبرګولي ۴ مه، باختر

د نیمروز د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر مولوي جمعه خان “عثماني” وويل، چې له زرنج ښار څخه ۴۴ روږدي راټول کړای شوي او د درملنې په موخه روغتون ته ولېږدول شول.

ښاغلي عثماني وویل، چې دا بهیر څلور مياشتې وړاندې پيل شوی و، چې تر دې مهاله د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت ۲۰۰۰ کسان روغتونونو ته لېږدولي، درملنه یې شوې او بېرته خپلو ولايتونو ته لېږدول شوي دي.

عثماني زیاته کړه، چې روږدو کسانو ته پر روغتیایې خدماتو سربېره د دیني زده کړو زمینه هم برابره شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د هېواد په زیات شمېر سیمو کې د زرګونو روږدو درملنه شوې او بېرته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته