خبرونهاقتصادټولنه

په نیمروز کې د ۱۵ میلیونو افغانیو په لګښت د دوو چک ډیمونو د جوړولو کار پیل شو

کابل، د لېندۍ ۲۶مه، باختر
د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس آخندزاده او مل پلاوي نیمروز ولایت ته د سفر پرمهال د دغه ولایت په دلارام او خاشرود ولسوالیو کې د دوو چک ډیمونو چارو د پیل پرانیسته وکړه.
دغه چک ډیمونه (د اوبو کوچني بندونه) د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت په مالي لګښت د سېلابونو د اوبو د مهارولو او د ځمکې لاندې اوبو د زياتوالي په موخه د ۱۵ ميليونه افغانيو په لګښت، د ۲۷ مترو په اوږدوالي، ۳.۵ متره سور سره جوړېږي چې د ۲۵ زره متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري چې د دوه نيمو مياشتو په موده کې به بشپړې او ګټې اخېستې ته وسپارل شي.
يادو چک ډیمونو د جوړولو په ترڅ کې به د سيمې سلګونه کسانو ته د کار زمېنه برابره شي.
هېره دې نه وي چې له وړاندې هم د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري په فراه، بادغیس او هرات ولایتونو کې د ۳۹ چک ډیمونو د جوړولو چارې پیل شوې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته