امنیت

په نیمروز کې دوه تنه د غلا په شک ونیول شول

کابل / د چنګاښ ۱۶ مه / باختر
د نیمروز پولیسو دوه کسان پرون په دغه ولایت کې د غلا په شک ونیول.
د نیمروز د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول ابراهیم امیني د باختر آژانس خبریال ته وویل چې د دغې قوماندانۍ منسوبينو دغه کسان چې ویل کېږي غله دي؛ د دغه ولایت د مرکز زرنج ښار په مربوطاتو کې ونیول.
هغه زیاته کړه چې نیول شوي کسان د موټرو، موټرسایکلونو، د کورونو د مالونو، ګاڼو او د موبایلو په غلا او د نورو جرمونو په ترسره کولو تورن دي.
پاى / سعیده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته