امنیت

په نیمروزکې د اردو د جلب او جذب بهیر بيا پیل شو

کابل / د چنګاښ ۲۴ مه / باختر
په نیمروزکې د اردو په لیکو کې د جلب او جذب بهیر د کرونا ویروس د خپرېدو په دلیل له څو میاشتې وروسته بيا پیل شوی دی.
په نیمروز کې د ملي اردو د جلب او جذب قوماندان عبدالکریم احمدي د باختر آژانس سیمه ییزخبریال ته وویل چې د جلب او جذب بهیر له پیله، تراوسه د نیمروز څه ناڅه ٥٠ اوسېدونکي د ملي اردو په لیکو کې د يوځاى کېدو په خاطر دغه مرکز ته راغلي دي.
له بلې خوا یوشمېر ځوانان چې د اردو د جلب او جذب مرکز ته راغلي دي؛ وايي چې د اردو لیکو ته د پیوستون او د هېواد له خاورې څخه د د فاع لېوالتيا هغوى ته انګېزه ورکړه چې د اردو له لیکو سره یوځای شي.
له دې سره جوخت په ټول هېواد کې د کرونا ویروس په خپرېدو سره، د هېواد د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د ځوانانو د جلب او جذب بهیر هم درېدلی و.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته