په نږدې پنځه سوه جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنارواړول شول

کابل  باخترد  ثور  دمياشتې  ٢٨ :
په بدخشان  ولايت کې په نږدې پنځه سوه جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنارواړول شول.
دبدخشان ولايت له نشه يي توکو سره دمبارزې دچارو رييس احمدقاعد افندي نن دباخترآژانس خبريال ته وويل :
دکرل شويو کوکنارو د اړولو پروګرام دوه نيمې مياشتې مخکې له نشه يي توکوسره د مبارزې دپوليسو په همکارۍ ددغه ولايت د ارګو، درايم ، جرم او د بهارک د ولسواليـــو په مربوطاتوکــې پيل شوى دى چې تراوسه پورې په دغو ولسواليــــو کې په نږدې پنځه سوه جريبه ځمــکه کې کــرل شوي  کوکنـــار اړول شوي دي.
دبدخشان ولايت امنيه قوماندان جنرال امام الدين مطمئن باخترآژانس ته وويل چې ددغه ولايت پوليس په ټول قوت او امکاناتو سره دکرل شويوکوکنارو د اړولو اوپه بدخشان  کې دنشه يي توکو  د توليدونکوبوټو د له منځه وړلو ، قاچاقو او ترافيکو پرخلاف مبارزه کوي.
په همدې حال کې دبدخشان د والي ويندوى عبدالمعروف راسخ په دې کارکې د امنيتي ارګانونو دګډو هڅو يادونه وکړه او ويې ويل چې ټولې امنيتي ادارې له نشه يي توکوسره دمبارزې او دکرل شويو کوکنارو د اړولو په کارکې ددغه ولايت دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې له ادارې  اوپوليسو سره همکاري کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته