خبرونهاقتصادټولنه

په نږدې راتلونکي کې به یو شمېر افغان کارګر د کار په موخه بهر ته ولېږل شي

کابل، د غبرګولي ۲۰مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالمنان عمري، چې قطر او روسیې هېوادونو ته په رسمي سفر تللی و، د سینټ پیټرزبرګ په ۲۷مه اقتصادي سرمشریزه کې تر ګډون وروسته نن بېرته هېواد ته راستون شو.
نوموړي د بېرته راستنېدو پرمهال د کابل په نړیوال هوايي دګر کې له رسنیو سره په خبرو کې یاد سفر بریالی او له لاسته راوړنو ډک وباله او ویې ویل چې د بېلا بېلو هېوادونو له چارواکو سره یې افغان کارګرو ته د کارموندنې په تړاو خبرې اترې کړې دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ډاډ ورکړ، چې د سینټ پیټرزبرګ ۲۷مې اقتصادي سرمشریزې په څنډه کې یې د روسیې فدارتیف د کار له وزیر سره خبرې کړې او په هغه هېواد په ځانګړې ډول چیچنیا او تاتارستان جمهوریتونو کې د کرنې په برخه کې افغان کارګرانو ته د کار زمینې برابرولو په اړه یې ورسره هر اړخیزې خبرې کړې دي.
هغه همدارنګه وویل چې د داغستان او ترکمنستان د اقتصاد له وزیرانو، د عمان د سوداګرۍ خونې له رئيس او د بېلا بېلو هېوادونو له پانګوالو او سوداګرو سره یې په دې اړه خبرې کړې او ډاډ یې ترلاسه کړی، چې افغانانو ته به په یادو هېوادونو کې د کار موندنې په برخه کې همکاري کوي.
ملا عبدالمنان عمري زیاته کړه، چې روسیې ته تر تګ وړاندې یې قطر ته هم رسمي سفر کړی و او د هغه هېواد چارواکو ورسره ژمنه کړې، چې د یوه منظم میکانیزم له مخې به افغان کارګران د کار په موخه په قانوني بڼه هغه هېواد ته ولېږل شي.
عمري په امریکا او یو شمېر اروپايي هېوادونو کې له افغان کډوالو سره په چلند هم سخته نیوکه وکړه او ویې ویل چې یاد هېوادونه افغانان هلته ورتګ ته هڅوي، خو کله چې افغان ځوانان تر سختو کړاوونو وروسته هلته ځانونه رسوي بیا یې یوازې دوه یا درې سلنه کسانو ته ویزې ورکول کېږي او پاتې نور یې بې سرنوشته پاتې کېږي، چې له کبله یې له سختو ستونزو سره مخ وي.
هغه همدارنګه زیاته کړه، چې په کور دننه د کار موندنې زمینې برابرولو په موخه یې هم د بېلا بېلو هېوادونو له استازو سره خبرې کړې او افغان کارګرانو ته به په نږدې راتلونکي کې په خپل هېواد کې د کار زمینه برابره شي.
د یادونې وړ ده، چې د سنټ پیټرزبرګ ۲۷مه اقتصادي سرمشریزه د روسیې هېواد په کازان ښار کې د شاوخوا ۱۳۰ هېوادونو په ګډون ترسره شوه، او د افغانستان په استازیتوب په کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د سرپرست ملا عبدالمنان په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوي ګډون کړی وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته