نړۍ

په نړۍ کې درې شپيته مليونه تنکي ځوانان له زده کړې څخه بې برخې دي

نيويارک ايرنا  باختر دمرغومي دمياشتې ٣٠ :
ديونسکو سازمان  ديوه نوي رپوټ په خپرولو سره اعلام وکړ چې همدا اوس ٦٣ مليونه تنه تنکي ځوانان يعنې دنړۍ دټولو تنکيو ځوانانو پنځمه برخه د بيوزلى  او د مسوولينو د نه پاملرنې په ګډون په بيلا بيلو  دلايلو  ښوونځي ته د يون  او د زده کړې د دوام  له امکان څخه بې برخې پاتې دي.
د ايرنا دخبرله مخې: د ملګروملتو دسازمان روزنې، علمي او  فرهنګي ادارې            ( يونسکو ) پرون د نړۍ  د ماشومانو او تنکيو ځوانانو د تحصيلي حالت په باره کې د دغه  مرکز  وروستى څيړنيز رپوټ خپور کړ.
ددغه رپوټ له مخې:  د منځنۍ دورې د زده کړو د جبري کولو لپاره د تدبيرونو د موندلو لپاره د ملګروملتو د سازمان  له هڅو سره جوخت همدا اوس له  دولس کلنى څخه تر پنځلس کلنى پورې څه دپاسه  ٦٣ مليونه  تنه تنکي ځوانان د بيوزلى يا د دولتي مسوولينو د نه پاملرنې په دليل د نړۍ په بيلابيلو هېوادونو کې  له زده کړې څخه بې برخې پاتې دي.
د يونسکو د سازمان لوى مدير ايرېنا بوکووا دغه رپوټ  دجدي خطر يو زنګ وباله او د نړۍ د هېوادونو  له مسوولينو څخه يې وغوښتل چې له ټولو  سرچينو  څخه په  کار اخيستو سره دغه ستره نړيواله ستونزه حل کړي .
د يونسکو اجرائيوي مدير انتوني ليک هم ددغې ستونزې د حل کولو لپاره  د نړيوالو  پراخو او همغږو تدبيرونو په اړتيا باندې په ټينګار سره ، د زياتو تحصيلي امکاناتو برابرول، دمنځنۍ دورې ترپاى ته رسيدو پورې په ښوونځيو کې دماشومانو په تيره بيا دنجونو  له پاتې کيدو سره مرسته   او دزده کوونکو د پوهې دکچې دلوړولو لپاره هلې ځلې  د اغيزمن حل يوازېنې لاره او د دغې ستونزې دله منځه وړلو لپاره  ګټوره نتيجه بللې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته