ټولنه

په نيمروز کې ٣٢ ښوونځيو ته ودانۍ جوړيږي

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٤نيټه :
د نيمروز خلکو د ولايتي شورا، د عالمانو شورا او د مدني ټولنې او د وګړنيو  شوراګانو د غړو او د دغه ولايت د قومي مشرانوپه ګډون په يوه غونډه کې له  دولت سره خپل ملاتړ اعلام کړ.
د باختر آژانس د سيمه ييزخبريال دخبرله مخې:
د نيمروز والي انجنير محمدسميع د سولې د بهير په باب خبرز وکړې.
والي زياته کړه چې د کنګ او چغانسور په ولسواليوکې څه دپاسه ۸۰ پرمختيايي پروژې پيل شوې او ټاکل شوې ده په روان  کال کې په دغه ولايت کې  ٣٢ ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شي. 
انجنيرمحمدسميع زياته کړه چې ٩٠ زرو تنو دپارلماني او د ولسواليو د شوراګانوپه انتخاباتو کې د رايو ورکوونکو په بهيرکې نومونه ليکلي دي.
دغه راز د نيمروز د ولايتي شورا مسوول مولوي احمدي سوله د الله (ج) ستر نعمت او د سولې په تامينولوکې يې د عالمانو رول ارزښتناک وباله او د پرمختيايي پروژو په تطبيق کې د دولت د زياتې پاملرنې غوښتنه يې وکړه.
پاى ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته