کابل / باختر د تلې دمياشتې ٢١ :
په نيمروز ولايت کې د روږدو کسانو ددرملنې شل بستريز کلينيک نن دنيمروز د والي له خوا ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
دنيمروز د والي وياند احمد عرب دباختر آژانس خبريال ته وويل: ددغه کلينيک ودانۍ دڅه دپاسه ١١مليونو ا فغانيو په لګښت جوړه شوې ده .
روږديتوب د نيمروز ولايت د يو زيات شمېرځوانانو لمنه هم نيولې ده او د دغه ولايت روغتيايي مسوولين ادعا کوي چې ددغه کلينيک په فعاليت سره کولاى شي د روږدوکسانو درملنه وکړي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ