ټولنه

په نيمروز کې يوې مېرمن ځان ته اور ورته کړ

زرنج باختر د لیندۍ د میاشتې ۶ مه
په نيمروز ولایت کې يوې ميرمن د خپل خاوند د دويمې ميرمنې د کولو له امله ځان ته اور ورته کړ او خپل ژوند يې له لاسه ورکړ.
د وژل شوې ميرمن د کورنۍ غړي وايي چې ینګور يې خپل خاوند (مېړه) ته ويلي وو که دويمه مېرمن وکړي ، نو ځان وژنه به وکړي.
د باختر اژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې، د نيمروز ولایت په مرکز زرنج کې د ارزو په نامه يوې شل کلنې میرمن چې يو دوه کلن ماشوم يې هم درلود، د دې له امله ځان ته اور اچولي چې خاوند يې پرې دويمه مېرمن (بن) کور ته راوستې ده.
په ورته وخت کې د نیمروز د امنيې قوماندانۍ مسوولين وايي چې د پېښې د انګېزې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته