امنیت

په نيمروز کې د يوه پله د رغولو چارې پيل شوې

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٩ مه
د نيمروز د کنګ ولسوالۍ  د سرشيله په کلي کې د يوه پله د رغولو چارې پيل شوې.
د باختراژانس د خبريال د خبرله مخې، دغه پل د فوايد عامې وزارت له بودجې څخه  د درې سوه مترو په اوږدوالي او يولسو مترو په سور سره رغول کېږي چې چارې به يې د دوو کلونو په موده کې بشپړې شي.
د دغه پله د جوړولو د کار د پرانستلو په غونډه کې د نيمروز والي ډاکتر ولي سلطان وويل: د سرشيله د پله جوړول يوه ټولګتې پروژه ده چې له هغه څخه به د پنځوسو کليو اتيا زره اوسيدونکي ګټه واخلي . 
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته