په نيمروز کې د تقويتي نوم ليکنې مرکز جوړ شو
کابل/ باختر/ د غبرګولي د مياشتې ١٨مه په نيمروز ولايت کې نن په انتخاباتو کې د رايې ورکوونکو لپاره د تقويتي نوم ليکنې مرکز پرانيستل شو. دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، دنيمروز ولايت د انتخاباتو دخپلواک کميسيون رئيس عبدالحميد شريفي د تقويتي نوم ليکنې او د ښو او رڼو انتخاباتو د ترسره کولو په لاره کې د لازمو تياريو په باب معلومات ورکړل . په دې غونډه کې د نيمروز والي سيد ولي سلطان وويل چې په شرايطو برابر د هېواد هر وګړى په انتخاباتو کې د رايې ورکولو او نوم ليکنې قانوني حق لري. ده زياته کړه: موږ هلې ځلې کوو ترڅو رايه ورکوونکو او نوماندانو ته ښه شرايط برابر او د ټولو ساحو امنيت په ښه ډول تامين کړو چې خلک په ولولو سره په انتخاباتو کې ګډون وکړي او انتخابات په ښه ډول ترسره شي . د نيمروز والي وويل چې د دولت هيڅ رسمي کارکوونکى په انتخاباتو کې د لاسوهنې حق نلري. پاى ج ذ